په افغانستان کې د امريکا د مرستو د څارنې سرمفتش د افغانستان د حکومت له لوري د نړېوالې ټولنې د مرستو په لګولو کې د شفافيت غوښتنه وکړه.
جان سوپکو پرون په واشنګټن کې يوې غونډې ته په وينا کې په دې اندېښنه ښکاره کړه چې د افغانستان حکومت ته به د نړيوالې ټولنې ورکول کېدونکې پيسې په فساد کې ضايع شي.
تېر کال د افغانستان مرستندويانو پرېکړه وکړه چې نور به د خپلو مرستو نيمايي برخه د افغانستان حکومت ته سپاري چې په خپله يې ولګوي.
نړيوالې ټولنې تر ۲۰۱۶ پوري له افغانستان سره د ۱۶ مليارد ډالرو مرستې ژمنه کړې چې نيمايي به يې د افغانستان د حکومت له لوري ولګول شي.
خو ښاغلي سوپکو اندېښمن دي چې دا پيسې به په فساد کې لاړې شي.