دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۹ ثور ۱۳۹۲ ساعت ۰۹:۱۹
د مطلب کود : 64802
د افغانستان د حکومت له لوري د نړېوالې ټولنې د مرستو په لګولو کې د شفافيت غوښتنه وشوه
په افغانستان کې د امريکا د مرستو د څارنې سرمفتش د افغانستان د حکومت له لوري د نړېوالې ټولنې د مرستو په لګولو کې د شفافيت غوښتنه وکړه.
جان سوپکو پرون په واشنګټن کې يوې غونډې ته په وينا کې په دې اندېښنه ښکاره کړه چې د افغانستان حکومت ته به د نړيوالې ټولنې ورکول کېدونکې پيسې په فساد کې ضايع شي.
تېر کال د افغانستان مرستندويانو پرېکړه وکړه چې نور به د خپلو مرستو نيمايي برخه د افغانستان حکومت ته سپاري چې په خپله يې ولګوي.
نړيوالې ټولنې تر ۲۰۱۶ پوري له افغانستان سره د ۱۶ مليارد ډالرو مرستې ژمنه کړې چې نيمايي به يې د افغانستان د حکومت له لوري ولګول شي.
خو ښاغلي سوپکو اندېښمن دي چې دا پيسې به په فساد کې لاړې شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchi6n-.23nkvdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته