کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پاکستاني چارواکي وايي، چې د تورخم پوله به د شنبې په ورځ بنده کړي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 19 ثور 1392 ساعت 11:36


پاکستاني چارواکي وايي چې د تورخم پوله به د شنبې په ورځ بنده کړي.
مخکې پاکستاني چارواکو ويلي و چې د تورخم دروازه به د پنجشنبې له ورځې د درو ورځو په مخه وتړي.
په تورخم کې يوه پاکستاني مامور د نوم د نه ښودلو په شرط ازادي راډيو ته وويل چې د جمعې د ورځې په پاي کې به دروازه وتړل شي.
پاکستاني چارواکي وايي چې د تورخم لار په پاکستان کې د مې د يوولسمې نېټې د عامو انتخاباتو د امنيت لپاره بندوي.
د شنبې په ورځ د پاکستان د ملي او ايالتي جرګو لپاره انتخابات په داسي حال کې ترسره کېږي چې ناامنيو د دغه هيواد پر انتخاباتو سيوري کړي او د انتخاباتي هلوځلو په لړ کې په لسګونو کسان وژل شوي دي.


د مطلب کود: 64821

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/64821/پاکستاني-چارواکي-وايي-چې-د-تورخم-پوله-شنبې-په-ورځ-بنده-کړي

آوا
  https://www.avapress.com