دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۹ ثور ۱۳۹۲ ساعت ۱۱:۳۶
د مطلب کود : 64821
پاکستاني چارواکي وايي، چې د تورخم پوله به د شنبې په ورځ بنده کړي
پاکستاني چارواکي وايي چې د تورخم پوله به د شنبې په ورځ بنده کړي.
مخکې پاکستاني چارواکو ويلي و چې د تورخم دروازه به د پنجشنبې له ورځې د درو ورځو په مخه وتړي.
په تورخم کې يوه پاکستاني مامور د نوم د نه ښودلو په شرط ازادي راډيو ته وويل چې د جمعې د ورځې په پاي کې به دروازه وتړل شي.
پاکستاني چارواکي وايي چې د تورخم لار په پاکستان کې د مې د يوولسمې نېټې د عامو انتخاباتو د امنيت لپاره بندوي.
د شنبې په ورځ د پاکستان د ملي او ايالتي جرګو لپاره انتخابات په داسي حال کې ترسره کېږي چې ناامنيو د دغه هيواد پر انتخاباتو سيوري کړي او د انتخاباتي هلوځلو په لړ کې په لسګونو کسان وژل شوي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcizvaq.t1a5r26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته