کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د امنیتی ځواکونو دبېلا بېلوګډو چاڼېزو عملیاتو په لړکې، ۱۱ تنه ترهګر طالبان ووژل شول

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 24 ثور 1392 ساعت 11:46


په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ ، ملي امنیت او ایتلافي ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې د ننګرهار ،پروان ، کندز ، کندهار ، لوګر ، هرات او هلمند ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل، ۱۱ تنه ترهګر طالبان ووژل شول ، ۵ تنه ټپیان او ۸ تنه د امنیتی ځواکونو له لورې ژوندې ونیول شول .
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلۍ ، مهمات او د چاودیدونکو توکو ډک ۳ موټر سایکل د ملي پولیسو لاسته ورغلي دي .
همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ، ۲ کړې ماین چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزو کړنو د ترسره کولو په موخه د ارزګان اوجوزجان ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځاي پر ځاي شوي وو کشف او شنډ کړل .


د مطلب کود: 65314

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/65314/د-امنیتی-ځواکونو-دبېلا-بېلوګډو-چاڼېزو-عملیاتو-په-لړکې-۱۱-تنه-ترهګر-طالبان-ووژل-شول

آوا
  https://www.avapress.com