دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۴ ثور ۱۳۹۲ ساعت ۱۱:۴۶
د مطلب کود : 65314
د امنیتی ځواکونو دبېلا بېلوګډو چاڼېزو عملیاتو په لړکې، ۱۱ تنه ترهګر طالبان ووژل شول
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ ، ملي امنیت او ایتلافي ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې د ننګرهار ،پروان ، کندز ، کندهار ، لوګر ، هرات او هلمند ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل، ۱۱ تنه ترهګر طالبان ووژل شول ، ۵ تنه ټپیان او ۸ تنه د امنیتی ځواکونو له لورې ژوندې ونیول شول .
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلۍ ، مهمات او د چاودیدونکو توکو ډک ۳ موټر سایکل د ملي پولیسو لاسته ورغلي دي .
همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ، ۲ کړې ماین چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزو کړنو د ترسره کولو په موخه د ارزګان اوجوزجان ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځاي پر ځاي شوي وو کشف او شنډ کړل .
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgtw93.ak9nq4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته