دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱ اسد ۱۳۹۲ ساعت ۱۲:۱۹
د مطلب کود : 71007
د امنیتی ځواکونو دبېلا بېلوګډو چاڼېزو عملیاتو په لړکې، ۱۱ تنه ترهګر طالبان ووژل شول
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ ، ملي امنیت او ایتلافي ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې د بغلان ، کاپیسا ، لوګر ، میدان وردک او زابل ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل، ۱۱ تنه ترهګر طالبان ووژل شول ، ۵ تنه ټپیان او ۵ تنه د امنیتی ځواکونو له لورې ژوندې ونیول شول.
په یادو عملیاتو کې ۸ میله کلاشینکوفونه، یوه اندازه مهمات اوچاودیدونکې توکې د ملي پولیسو لاسته ورغلي دي .
همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ، یوه کړې د وسایطو ضد ماین چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزو کړنو د ترسره کولو په موخه د بلخ ولایت په اړونده سیمې کې ځاي پر ځاي شوي وو کشف او شنډ کړ .
د کابل ولایت د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ،۴ تنه د سړې وژنې او نشه یی توکې د خرڅولو په تړاوود کابل ښار د اتمې ، لسمې او یولسمې امنیتې حوزو د اړوندو سیمو نه نیولي دي چې دم ګړۍ ملي پولیسو تر څیړنې لاندې دي
https://avapress.com/vdccmxqm.2bqsx8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته