کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د امنیتی ځواکونو دبېلا بېلوګډو چاڼېزو عملیاتو په لړکې، ۱۱ تنه ترهګر طالبان ووژل شول

خبرگزاری صدای افغان(آوا) کابل , 1 اسد 1392 ساعت 12:19


په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ ، ملي امنیت او ایتلافي ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې د بغلان ، کاپیسا ، لوګر ، میدان وردک او زابل ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل، ۱۱ تنه ترهګر طالبان ووژل شول ، ۵ تنه ټپیان او ۵ تنه د امنیتی ځواکونو له لورې ژوندې ونیول شول.
په یادو عملیاتو کې ۸ میله کلاشینکوفونه، یوه اندازه مهمات اوچاودیدونکې توکې د ملي پولیسو لاسته ورغلي دي .
همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ، یوه کړې د وسایطو ضد ماین چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزو کړنو د ترسره کولو په موخه د بلخ ولایت په اړونده سیمې کې ځاي پر ځاي شوي وو کشف او شنډ کړ .
د کابل ولایت د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ،۴ تنه د سړې وژنې او نشه یی توکې د خرڅولو په تړاوود کابل ښار د اتمې ، لسمې او یولسمې امنیتې حوزو د اړوندو سیمو نه نیولي دي چې دم ګړۍ ملي پولیسو تر څیړنې لاندې دي


د مطلب کود: 71007

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/71007/د-امنیتی-ځواکونو-دبېلا-بېلوګډو-چاڼېزو-عملیاتو-په-لړکې-۱۱-تنه-ترهګر-طالبان-ووژل-شول

آوا
  https://www.avapress.com