کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په افغانستان کې ناټو ځواکونو د بغلان پرونۍ انتحاري حمله غندلې ده

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 31 ثور 1392 ساعت 10:14


په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو قومندان په بغلان ولایت کې پرونۍ ځان وژونکي حمله غندلې ده.
د ایساف د یوې خبر پاڼې له مخې جنرال جوزیف ډانفورډ ویلي چې؛ دوی د افغانستان د خلکو او د دې هېواد د مشرتابه ترڅنګ ولاړ دي او دا حمله په کلکه غندي.
د راپورونو له مخې پرون د بغلان د ولایتي شورا د ودانۍ مخې ته په ځان وژونکي برید کې د ولایتي شورا د مشر رسول خان محسني په شمول څوارلس کسان ووژل شول.
ټاکل شوې ده چې، د بغلان ولایت د دې پېښې د وژل شویو کسانو د تدفین مراسم نن ترسره شي.


د مطلب کود: 65928

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/65928/په-افغانستان-کې-ناټو-ځواکونو-د-بغلان-پرونۍ-انتحاري-حمله-غندلې-ده

آوا
  https://www.avapress.com