دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۱ ثور ۱۳۹۲ ساعت ۱۰:۱۴
د مطلب کود : 65928
په افغانستان کې ناټو ځواکونو د بغلان پرونۍ انتحاري حمله غندلې ده
په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو قومندان په بغلان ولایت کې پرونۍ ځان وژونکي حمله غندلې ده.
د ایساف د یوې خبر پاڼې له مخې جنرال جوزیف ډانفورډ ویلي چې؛ دوی د افغانستان د خلکو او د دې هېواد د مشرتابه ترڅنګ ولاړ دي او دا حمله په کلکه غندي.
د راپورونو له مخې پرون د بغلان د ولایتي شورا د ودانۍ مخې ته په ځان وژونکي برید کې د ولایتي شورا د مشر رسول خان محسني په شمول څوارلس کسان ووژل شول.
ټاکل شوې ده چې، د بغلان ولایت د دې پېښې د وژل شویو کسانو د تدفین مراسم نن ترسره شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdch6wn-.23nmidjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته