کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

راسموسن او د امریکا ولسمشر بارک اوباما د افغانستان په اړه به خبرې وکړي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 8 جوزا 1392 ساعت 18:03


ټاکل شوې ده؛ د ناټو عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن او د امریکا ولسمشر بارک اوباما د افغانستان په اړه خبري وکړي.
دوی به راتلونکې جمعه له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او په دې هېواد کې د ۲۰۱۴ کال نه وروسته د پاته کیدونکو بهرنیو ځواکونو په اړه بحث وکړي.
ناټو په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت د دوه زره او څوارلسم کال تر پایه بشپړوي.
خو یو شمېر هېوادونو اعلان کړی؛ چې له یادې مودې وروسته به هم په افغانستان کې خپل یو شمېر پوځیان و ساتي.


د مطلب کود: 66672

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/66672/راسموسن-او-د-امریکا-ولسمشر-بارک-اوباما-افغانستان-په-اړه-خبرې-وکړي

آوا
  https://www.avapress.com