کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امریکا: طالبان، حقانې شبکه په افغانستن کې خپلو حملو ته دوام ورکوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 10 جوزا 1392 ساعت 16:02


امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت وايي، طالبان، حقانې شبکه او له القاعده شبکې سره تړلې نورې ډلې په افغانستان کې خپلو تنظیم شوېو حملو ته دوام ورکوي.
دا خبره د تروریزم په اړه د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ۲۰۱۲ م کال کلنې راپور کې شوې ده.
په راپورکې ویل شوي، په ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ کلونو کې د افغانستان د امنیتي ځواکونو له لیکو څخه په بهرنیو ځواکونو حملې زیاتې شوې وې او دغه راز په ۲۰۱۱ کال کې په سړک کې د ښخو شویو ماینونو سترې چاودنې هم شوې وې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د قانون پر اساس مکلف دی؛ چې هر کال کانګرس ته د تروریزم په اړه راپور ورکړي.


د مطلب کود: 66788

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/66788/امریکا-طالبان-حقانې-شبکه-په-افغانستن-کې-خپلو-حملو-ته-دوام-ورکوي

آوا
  https://www.avapress.com