دخپریدو نیټه :جمعه ۱۰ جوزا ۱۳۹۲ ساعت ۱۶:۰۲
د مطلب کود : 66788
امریکا: طالبان، حقانې شبکه په افغانستن کې خپلو حملو ته دوام ورکوي

امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت وايي، طالبان، حقانې شبکه او له القاعده شبکې سره تړلې نورې ډلې په افغانستان کې خپلو تنظیم شوېو حملو ته دوام ورکوي.
دا خبره د تروریزم په اړه د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ۲۰۱۲ م کال کلنې راپور کې شوې ده.
په راپورکې ویل شوي، په ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ کلونو کې د افغانستان د امنیتي ځواکونو له لیکو څخه په بهرنیو ځواکونو حملې زیاتې شوې وې او دغه راز په ۲۰۱۱ کال کې په سړک کې د ښخو شویو ماینونو سترې چاودنې هم شوې وې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د قانون پر اساس مکلف دی؛ چې هر کال کانګرس ته د تروریزم په اړه راپور ورکړي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcc4mqe.2bqe48j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته