کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

الن: سپینه ماڼۍ دې تر ۲۰۱۴کال وروسته په افغانستان کې د اړتیا وړ عسکرو شمېر اعلان کړي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 11 جوزا 1392 ساعت 12:14


امریکايي ځواکونو پخوانی لوی قوماندان "جان الن" پر سپينه ماڼۍ غږ کوي؛ چې تر ۲۰۱۴ (میلادي) کال وروسته په افغانستان کې د اړتیا وړ عسکرو شمېر اعلان کړي.
متقاعد جنرال جان الن ویلي چې، افغانان د دې انتخاب لپاره چې تر دوه زره څوارلسم کال وروسته د طالبانو پر ځای د حکومت لوری ونیسي باید وپوهیږي، چې څومره امریکايي عسکر هلته پاتي کیږي.
متقاعد جنرال جان الن دا خبرې د (New American Security) په نوم د رپوټ له خپرېدو سره په یوه وخت کې کړې دي.
دا رپوټ جان الن او د جمهور رییس اوباما دوو لوړ رتبه سلاکارانو په ګډه لیکلی دی.
د جان الن په وینا، تر ۲۰۱۴ کال وروسته د پاتې کېدونکو عسکرو د شمېر اعلان به د طالبانو دا ادعا هم رد کړي چې؛ امریکاييان وزي. 
سرچینه: ازادی رادیو 


د مطلب کود: 66831

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/66831/الن-سپینه-ماڼۍ-دې-تر-۲۰۱۴کال-وروسته-په-افغانستان-کې-د-اړتیا-وړ-عسکرو-شمېر-اعلان-کړي

آوا
  https://www.avapress.com