کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په میدان وردګو ولایت کې د بو ه قوماندان په ګډون شپږ وسله وال طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې او همدا راز ژوندي نیول شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 11 جوزا 1392 ساعت 15:57


 د میدان وردګو ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې دوه وسله وال طالبان هر یو عزت الله د محمد انور زوی چې دیادې ولسوالۍ د تنګی د کامران خیلو او قاری صفی الله د عبدالبصیر زوی چې د تنګی د حسن خیلو د سیمو اصلي اوسیدونکي دي او د وسله والو طالبانو د ملاتوکل ډلې پورې اړوند دي ژوندي نیول شوي،چې د لومړنیو پلټنو په ترڅ کې
پر یو شمیر جرمونو اعتراف هم کړی دی.
په دغه عملیاتو کې امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو ته هیڅ ډول زیان ندی اوښتی .
همدا راز د دې ولایت په چک ولسوالۍ د وسله والو طالبانو د ډلې یو سرګروپ صفت الله چې مشهور په ترابي وو، د سړک ترغاړې د ماین اېښودلو پرمهال د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوی او دده دوه نور ملګرې ټپیان شول .
د یو بل خبر له مخې د وسله والو طالبانو یو لوړ پوړی قوماندان شاولي چې د دې ولایت دجلریز ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی دی،په کابل ولایت کې د امنیتي ځواکونو له لورې ژوندی ونیول شو.
د یادونې وړده په تېرو څلرویشت ساعتونو کې امنیتي ځواکونو د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې یولس حلقې د وسایطو ضد ماینونه کشف او پرته له کوم زیانې اړونې لمنځه وړي دي.




د مطلب کود: 66847

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/66847/په-میدان-وردګو-ولایت-کې-د-بو-ه-قوماندان-ګډون-شپږ-وسله-وال-طالبانو-ته-مرګ-ژوبله-اوښتې-او-همدا-راز-ژوندي-نیول-شوي

آوا
  https://www.avapress.com