کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

صدیقي: پاکستاني طالبان له افغان طالبانو سره په همکارۍ کې د امنیت د خرابولو په لټه کې دي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 13 جوزا 1392 ساعت 18:20


د کورنیو چارو وزارت وايي د پاکستاني طالبانو د تحریک زرګونه غړي له افغان طالبانو سره په همکارۍ کې د دغه هېواد د امنیت د خرابولو په لټه کې دي.
د یاد وزارت ویاند صدیق صدیقي چې نن یې د ایساف او ناټو له ویاندویانو سره په یوه ګډه خبري غونډه کې خبرې کولې ویې ویل چې طالبان پلان لري څو د امنیتي مسوولیتونو د انتقال پروسې او راتلونکي انتخابات له خنډ سره مخ کړي.
ښاغلي صدیقي له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې ددغو مخالفینو په له منځه وړلو کې له افغان حکومت سره همکاري وکړي.


د مطلب کود: 67052

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/67052/صدیقي-پاکستاني-طالبان-له-افغان-طالبانو-سره-په-همکارۍ-کې-د-امنیت-خرابولو-لټه-دي

آوا
  https://www.avapress.com