کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کورنیو چارو وزارت په بروکسل کې د دوه ورځنۍ غونډې د نتایجو هرکلۍ وکړ

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 16 جوزا 1392 ساعت 17:56


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو د دوه ورځنۍ غونډې د نتایجو هرکلۍ وکړ.
په دې غونډه کې د ناټو د دفاع وزیرانو له دوه زرو څوارلسم کال نه وروسته دخپل نوي ماموریت په اړه موافقه وکړه.
د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادي راډیو ته وویل چې ددې غونډې نتایجو د افغانستان خلکو ته وښودله چې نړۍ افغانستان ته شا نه کوي.
د ناټو له نوي پلان سره سم به د امريکا متحد ايالتونه د افغانستان په جنوب او ختيځ کې د نورو هيوادونو مشري وکړي خو جرمني او ايټاليا ته به د شمال او لوېديځ ماموريت ورله غاړې شي.

ترکيه په پلازمېنه کابل کې د رول پر منلو غور کوي.

خو تراوسه پوري دا پوښتنه حل شوې نه ده چې له ۲۰۱۴ وروسته به په افغانستان کې ناټو څومره پوځيان پرېږدي.


د مطلب کود: 67320

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/67320/د-کورنیو-چارو-وزارت-په-بروکسل-کې-دوه-ورځنۍ-غونډې-نتایجو-هرکلۍ-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com