دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۶ جوزا ۱۳۹۲ ساعت ۱۷:۵۶
د مطلب کود : 67320
د کورنیو چارو وزارت په بروکسل کې د دوه ورځنۍ غونډې د نتایجو هرکلۍ وکړ
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو د دوه ورځنۍ غونډې د نتایجو هرکلۍ وکړ.
په دې غونډه کې د ناټو د دفاع وزیرانو له دوه زرو څوارلسم کال نه وروسته دخپل نوي ماموریت په اړه موافقه وکړه.
د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادي راډیو ته وویل چې ددې غونډې نتایجو د افغانستان خلکو ته وښودله چې نړۍ افغانستان ته شا نه کوي.
د ناټو له نوي پلان سره سم به د امريکا متحد ايالتونه د افغانستان په جنوب او ختيځ کې د نورو هيوادونو مشري وکړي خو جرمني او ايټاليا ته به د شمال او لوېديځ ماموريت ورله غاړې شي.

ترکيه په پلازمېنه کابل کې د رول پر منلو غور کوي.

خو تراوسه پوري دا پوښتنه حل شوې نه ده چې له ۲۰۱۴ وروسته به په افغانستان کې ناټو څومره پوځيان پرېږدي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfxmdv.w6de0az,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته