کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بخښنې نړېوال سازمان: افغان ځواکونه دې د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې مخه ونیسي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 29 جوزا 1392 ساعت 10:31


د بخښنې نړیوال سازمان د افغانستان له امنیتي ځواکونو وغوښتل چې؛ تر وسه هڅه وکړي، څو د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې مخه ونیسي.
د بخښنې نړیوال سازمان دا غوښتنه پرون هغه مهال وکړه چې؛ ناټو ځواکونو افغانانو ته د افغانستان د امنیتي چارو د سپارلو اعلان وکړ.
د اسیاـ پسفیک لپاره د بښنې د نړیوال سازمان مرستیال مشر پولي ترسکاټ وویل؛ د هغو پیښو تحقیقات هم باید وشي، چې مخکې شوې دي او په کې ملکیان وژل شوې دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتو د دفتر، یوناما په وینا، افغان ملي پوځ په روان کال بریدونه زیات کړې دي.


د مطلب کود: 68362

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/68362/د-بخښنې-نړېوال-سازمان-افغان-ځواکونه-دې-ملکي-خلکو-مرګ-ژوبلې-مخه-ونیسي

آوا
  https://www.avapress.com