دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۹ جوزا ۱۳۹۲ ساعت ۱۰:۳۱
د مطلب کود : 68362
د بخښنې نړېوال سازمان: افغان ځواکونه دې د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې مخه ونیسي
د بخښنې نړیوال سازمان د افغانستان له امنیتي ځواکونو وغوښتل چې؛ تر وسه هڅه وکړي، څو د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې مخه ونیسي.
د بخښنې نړیوال سازمان دا غوښتنه پرون هغه مهال وکړه چې؛ ناټو ځواکونو افغانانو ته د افغانستان د امنیتي چارو د سپارلو اعلان وکړ.
د اسیاـ پسفیک لپاره د بښنې د نړیوال سازمان مرستیال مشر پولي ترسکاټ وویل؛ د هغو پیښو تحقیقات هم باید وشي، چې مخکې شوې دي او په کې ملکیان وژل شوې دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتو د دفتر، یوناما په وینا، افغان ملي پوځ په روان کال بریدونه زیات کړې دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcci1qe.2bq4e8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته