دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۴ جوزا ۱۳۹۱ ساعت ۱۶:۳۴
د مطلب کود : 41922
د بخښنې نړېوال سازمان په کلني رپوټ کې د افغانستان پر وضعیت تمرکز کړی
۲۰۱۴ کال تر پایه له دې هېواده وتلو ته تیاری نیسي، د ملکیانو پر ضد تشدد دوام لري.

امنیستي انترنشنل د سږني کال په راپور کې چې نن یي خپور کړی ویلي، چې په تیر۲۰۱۱ کال کې په افغانستان کې پر ملکي وګړو د طالبانو او نورو وسله والو ډلو د منظمو او پراخو حملو په نتیجه کې د ملکي تلفاتو اندازه شاوخوا په سلو کې ۷۷ وه.

په راپور کې خبرداری ورکړل شوی چې وسله وال پر ښوونځیو او پر ښځینه زده کونکو حملو ته دوام ورکوي.

په راپور کې ویل شوي، چې اکثره افغانان دې ته اندیښنه لري چې د بهرنیو ځواکونو په وتلوسره به دهیواد وضعیت خراب شي.

د جنوبي اسیا لپاره د امنیستي انترنشنل د مشرمرستیاله پولي ترسکوت وایي، وسله والو ته باید د افغان امنیتي ځواکونوپه لیکو کې د نفوذ اجازه ورنکړل شي.

هغې همداراز وویل چې د جرمونو نړیوالو محکمه باید پرجنګي جرمونو تورن افغانان محاکمه کړي څو دا ډاډ حاصل شي چې دوی نور په حکومت کې ځای نه لري.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcf01dj.w6dy0az,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته