کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کندهار: په خاکریز ولسوالۍ کې د ماین په چاودنه کې نهه ملکيان مړه شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 4 سرطان 1392 ساعت 17:55


د کندهار د امنیې قوماندانی وایي چې؛ نن سهار د دې ولایت په خاکریز ولسوالۍ کې د سړک د غاړې د ماین په چاودنه کې نهه ملکي کسان مړه او درې ټپیان شوي دي.
د کندهار د امنیې قوماندان جنرال عبدالرازق آزادۍ راډیو ته وویل چې؛ دغه چاودنه نن سهار شاوخوا اته بجې د خاکریز او ژیړۍ ولسوالیو پر لار په یوه فیلانکوچ موټر شوې ده.
جنرال عبدالرازق همدا راز وایي چې؛ په مړیو کې اته ښځې او یو ماشوم شامل دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت حمله غندلې او دا یې د طالبانو کار بللی دی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.


د مطلب کود: 68895

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/68895/کندهار-په-خاکریز-ولسوالۍ-کې-د-ماین-چاودنه-نهه-ملکيان-مړه-شوي

آوا
  https://www.avapress.com