کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د نیمروز د چخانسور ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال او یو قومندان وژل شوي دي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 9 سرطان 1392 ساعت 16:26


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې؛ د پولیسو په عملیاتو کې په نیمروز ولایت کې د چخانسور ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال او یوه سیمه ییز قومندان سره وژل شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت نن په یوې مطبوعاتي اعلامیې کې وویل چې؛ ملا فتح اسحاق زی او ملا شیرعلي د مرکز زرنج په دو راهي سیمه کې ووژل شول.

د کورنیو چارو وزارت ویلي چې؛ دغو دواړو کسانو د نیمروز په چغانسور او نورو سیمو کې په ناامنیو کې لاس درلود.


د مطلب کود: 69248

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/69248/د-نیمروز-چخانسور-ولسوالۍ-لپاره-طالبانو-ولسوال-او-یو-قومندان-وژل-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com