دخپریدو نیټه :يکشنبه ۹ سرطان ۱۳۹۲ ساعت ۱۶:۲۶
د مطلب کود : 69248
د نیمروز د چخانسور ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال او یو قومندان وژل شوي دي
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې؛ د پولیسو په عملیاتو کې په نیمروز ولایت کې د چخانسور ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال او یوه سیمه ییز قومندان سره وژل شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت نن په یوې مطبوعاتي اعلامیې کې وویل چې؛ ملا فتح اسحاق زی او ملا شیرعلي د مرکز زرنج په دو راهي سیمه کې ووژل شول.

د کورنیو چارو وزارت ویلي چې؛ دغو دواړو کسانو د نیمروز په چغانسور او نورو سیمو کې په ناامنیو کې لاس درلود.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcg7x93.ak9yt4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته