کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د امنیتی ځواکونو دبېلا بېلوګډو چاڼېزو عملیاتو په لړکې، ۱۸ تنه ترهګر طالبان ووژل شول

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 12 سرطان 1392 ساعت 10:23


په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ ، ملي امنیت او ایتلافي ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې د جوزجان ، غزنی ، بادغیس او هلمند ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل، ۱۸ تنه ترهګر طالبان ووژل شول ، ۵ تنه ټپیان او ۶ تنه د امنیتی ځواکونو له لورې ژوندې ونیول شول .
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې، مهمات او چاودیددونکې توکې د ملي پولیسو لاسته ورغلي دي .
د کابل ولایت د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ،۵ تنه د سړې وژنې ، غلا کولو او سړې تښتونې په تړاوود کابل ښار د شپږمې ،اتمې پنځلسمې امنیتې حوزو او د چهارآسیاب ولسوالې د اړوندو سیمو نه نیولي دي چې دم ګړۍ ملي پولیسو تر څیړنې لاندې دي.


د مطلب کود: 69513

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/69513/د-امنیتی-ځواکونو-دبېلا-بېلوګډو-چاڼېزو-عملیاتو-په-لړکې-۱۸-تنه-ترهګر-طالبان-ووژل-شول

آوا
  https://www.avapress.com