کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په میدان وردګو لس تنه وسله وال مخالفین وژل شوي دي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 16 سرطان 1392 ساعت 10:44


د افغانستان د دفاع وزارت وايي چې؛ د میدان وردګو په ولایت کې لس وسله وال مخالفین او په څو بیلابیلو سیمو کې د ملي اردو اووه عسکر وژل شوي دي.
د دفاع وزارت نن په یوې مطبوعاتي اعلامیې کې وویل چې؛ دغه لس وسله وال مخالفین د میدان وردګو د سید اباد ولسوالۍ په ماما خېلو سیمه کې د ملي اردو په عملیاتو کې وژل شوي دي.
د اعلامیې له مخې د میدان وردګو په چک ولسوالۍ کې د ملي اردو درې عسکر او په کندهار، لوګر، کابل او کندهار کې په بیلابیلو پیښو کې څلور عسکر وژل شوي دي.
دفاع وزارت د دغو پيښو وخت نه دی په ډاګه کړی.


د مطلب کود: 69811

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/69811/په-میدان-وردګو-لس-تنه-وسله-وال-مخالفین-وژل-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com