دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۶ سرطان ۱۳۹۲ ساعت ۱۰:۴۴
د مطلب کود : 69811
په میدان وردګو لس تنه وسله وال مخالفین وژل شوي دي
د افغانستان د دفاع وزارت وايي چې؛ د میدان وردګو په ولایت کې لس وسله وال مخالفین او په څو بیلابیلو سیمو کې د ملي اردو اووه عسکر وژل شوي دي.
د دفاع وزارت نن په یوې مطبوعاتي اعلامیې کې وویل چې؛ دغه لس وسله وال مخالفین د میدان وردګو د سید اباد ولسوالۍ په ماما خېلو سیمه کې د ملي اردو په عملیاتو کې وژل شوي دي.
د اعلامیې له مخې د میدان وردګو په چک ولسوالۍ کې د ملي اردو درې عسکر او په کندهار، لوګر، کابل او کندهار کې په بیلابیلو پیښو کې څلور عسکر وژل شوي دي.
دفاع وزارت د دغو پيښو وخت نه دی په ډاګه کړی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccs4qe.2bqos8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته