کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ننګرهار: په کوز کونړ ولسوالۍ کې درې تنه انسان تښتوونکي نیول شوي دي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 20 سرطان 1392 ساعت 11:43


امنيتي ځواکونو په کوز کونړ ولسوالۍ کې درې تنه انسان تښتوونکي نیولي دي.
د ننګرهار د امنیه قومندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقي وال ازادۍ راډیو ته ویلي، چې د دې ولایت د کوز کونړ ولسوالۍ امنيتي ځواکونو د خپل مسولیت په ساحه کې تېره ورځ ناوخته درې تنه د انسان تښتوونې په تور نيولي دي.
نوموړی وايي، یاده قضیه د جنایي جرمونو پر ضد د مبارزې په ریاست کې د غور او څیړنی لاندې ده او له نیول شویو کسانو څخه هم پوښتنې روانې دي.


د مطلب کود: 70142

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/70142/ننګرهار-په-کوز-کونړ-ولسوالۍ-کې-درې-تنه-انسان-تښتوونکي-نیول-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com