دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۰ سرطان ۱۳۹۲ ساعت ۱۱:۴۳
د مطلب کود : 70142
ننګرهار: په کوز کونړ ولسوالۍ کې درې تنه انسان تښتوونکي نیول شوي دي
امنيتي ځواکونو په کوز کونړ ولسوالۍ کې درې تنه انسان تښتوونکي نیولي دي.
د ننګرهار د امنیه قومندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقي وال ازادۍ راډیو ته ویلي، چې د دې ولایت د کوز کونړ ولسوالۍ امنيتي ځواکونو د خپل مسولیت په ساحه کې تېره ورځ ناوخته درې تنه د انسان تښتوونې په تور نيولي دي.
نوموړی وايي، یاده قضیه د جنایي جرمونو پر ضد د مبارزې په ریاست کې د غور او څیړنی لاندې ده او له نیول شویو کسانو څخه هم پوښتنې روانې دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb58bz.rhbgap3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته