کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان او پاکستان د فوټبال ملي ټیمونه په کابل کې دوستانه لوبه ترسره کوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 14 اسد 1392 ساعت 15:42


ټاکل شوې ده د افغانستان د فوټبال ملي ټیم روانه میاشت د پاکستان د فوټبال له ملي ټیم سره یوه دوستانه لوبه وکړي.
د افغانستان د فوټبال ملي فدراسیون وایي چې؛ دا لوبه به د اګسټ په شلمه نیټه په کابل کې تر سره شي.
د افغانستان د فوټبال د ملي ټيم روزونکي همایون کارګر د دې لوبو هدف د دواړو هیوادونو تر منځ د اړیکو ښه کیدل یاد کړل.
"د هېواد د فوټبال فدراسیون پریکړه وکړه؛ څو په دې حساسو سیاسي شرایطو کې د افغانستان او پاکستان د فوټبال ملي ټیمونو تر منځ یوه دوستانه لوبه په افغانستان کې جوړه کړي."
ښاغلي کارګر وویل، چې د دې لوبو بل هدف دا دی چې؛ افغانستان په نیپال کې د آسیا د جنوب هېوادونو په لوبه کې ګډون لپاره آماده کړي. 

سرچینه: ازادی رادیو 


د مطلب کود: 71880

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/71880/د-افغانستان-او-پاکستان-فوټبال-ملي-ټیمونه-په-کابل-کې-دوستانه-لوبه-ترسره-کوي

آوا
  https://www.avapress.com