کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون د غړو د ټاکلو لپاره یو لست ولسمشر ته استول کیږي

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 19 سنبله 1392 ساعت 9:37


د غوراوي کمیټه وایي چې، د راتلونکي چهارشنبې په ورځ به ولسمشر حامد کرزي ته د پنځلسو کسانو نومونه ورولیږي؛ ترڅو ترې هغه پنځه تنه د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون د غړو په توګه وټاکي.
د دې کمیټې یوه غړي او د مشرانو جرګې مشر فضل الهادي مسلمیار ازادي راډیو ته وویل چې؛ دوی دا مهال د درې دیرشو کسانو په اسنادو غور کوي؛ ترڅو ترې پنځلس تنه ولسمشر ته ورمعرفي کړي.
پخوا تر دې ولسمشر حامد کرزي په خپله د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون او د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون غړي ټاکل؛ خو اوس د غوراوي کمیټې له خوا چې شپږ غړي لري؛ لومړی ولسمشر ته معرفي کیږي او بیا هغه ترې د پام وړ کسان انتخابوي.


د مطلب کود: 74196

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/74196/د-انتخاباتي-شکایتونو-کمیسیون-غړو-ټاکلو-لپاره-یو-لست-ولسمشر-ته-استول-کیږي

آوا
  https://www.avapress.com