دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۹ سنبله ۱۳۹۲ ساعت ۰۹:۳۷
د مطلب کود : 74196
د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون د غړو د ټاکلو لپاره یو لست ولسمشر ته استول کیږي

د غوراوي کمیټه وایي چې، د راتلونکي چهارشنبې په ورځ به ولسمشر حامد کرزي ته د پنځلسو کسانو نومونه ورولیږي؛ ترڅو ترې هغه پنځه تنه د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون د غړو په توګه وټاکي.
د دې کمیټې یوه غړي او د مشرانو جرګې مشر فضل الهادي مسلمیار ازادي راډیو ته وویل چې؛ دوی دا مهال د درې دیرشو کسانو په اسنادو غور کوي؛ ترڅو ترې پنځلس تنه ولسمشر ته ورمعرفي کړي.
پخوا تر دې ولسمشر حامد کرزي په خپله د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون او د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون غړي ټاکل؛ خو اوس د غوراوي کمیټې له خوا چې شپږ غړي لري؛ لومړی ولسمشر ته معرفي کیږي او بیا هغه ترې د پام وړ کسان انتخابوي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcepz8f.jh8eoi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته