کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د عملیاتو پر مهال اتلس وسله وال مخالفین وژل شوي دي

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 20 سنبله 1392 ساعت 17:37


د هلمند چارواکې وایي چې؛ د افغانستان د ملي اردو ځانګړو ځواکونو په دې ولایت کې د عملیاتو پر مهال اتلس وسله وال مخالفین وژلي او په سنګین ولسوالی کې یې د طالبانو ولسوال ملاجان او د هغه یو ساتونکی نیولې دې.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک آزادي راډیو ته وویل چې ځانګړو ځواکونو دغه عملیات د دې ولایت په سنګین ولسوالی کې ترسره کړي دي.
عمر ځواک وایي چې؛ په دې عملیاتو کې د ملي اردو ځانګړو ځواکونو پنځوس میله درنې او سپکې وسلې او څلویښت میله تمانچې هم ترلاسه کړي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.


د مطلب کود: 74338

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/74338/د-عملیاتو-پر-مهال-اتلس-وسله-وال-مخالفین-وژل-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com