دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۰ سنبله ۱۳۹۲ ساعت ۱۷:۳۷
د مطلب کود : 74338
د عملیاتو پر مهال اتلس وسله وال مخالفین وژل شوي دي

د هلمند چارواکې وایي چې؛ د افغانستان د ملي اردو ځانګړو ځواکونو په دې ولایت کې د عملیاتو پر مهال اتلس وسله وال مخالفین وژلي او په سنګین ولسوالی کې یې د طالبانو ولسوال ملاجان او د هغه یو ساتونکی نیولې دې.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک آزادي راډیو ته وویل چې ځانګړو ځواکونو دغه عملیات د دې ولایت په سنګین ولسوالی کې ترسره کړي دي.
عمر ځواک وایي چې؛ په دې عملیاتو کې د ملي اردو ځانګړو ځواکونو پنځوس میله درنې او سپکې وسلې او څلویښت میله تمانچې هم ترلاسه کړي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcc41qm.2bq018j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته