کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

حامدکرزی د شانګهای د همکاریو سازمان د مشرانو په دیارلسمه غونډه کې د ګډون لپاره قرغزستان ته روان شو

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 21 سنبله 1392 ساعت 10:04


 د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزی د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د شانګهای د همکاریو سازمان د مشرانو په دیارلسمه غونډه کې د ګډون په موخه نن سهار د یو دوه ورځني سفر لپاره د قرغزستان پلازمېنې بشکیک ته روان شو.
حامدکرزی به د دغه سفر په لړکې د شانګهای سازمان د مشرانو په دیارلسمه غونډه کې د ګډون او وینا کولو ترڅنګ د قرغزستان،چین، روسیې، ایران او په دغه غونډه کې د یوشمېر نورو برخه والو هېوادونو له مشرانو سره وګوري او د سیمه ایزو مسلو، د تروریزم او افراطیت او د ګډو امنیتي ګواښونو پرخلاف د ګډې مبارزې او د یو شمېر نورو د علاقې وړ موضوع ګانو په باب به ورسره خبرې وکړي.
په دې سفر کې د افغانستان له جمهوررئیس سره د بهرنیو چارو وزیر ډاکتر زلمی رسول، د ملي امنیت سلاکار ډاکتر رنګین دادفر سپنتا،د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین ارشاد احمدي او د جمهوررئیس ویاند ایمل فیضي ملګرتیا کوي


د مطلب کود: 74366

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/74366/حامدکرزی-د-شانګهای-همکاریو-سازمان-مشرانو-په-دیارلسمه-غونډه-کې-ګډون-لپاره-قرغزستان-ته-روان-شو

آوا
  https://www.avapress.com