کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ډاکټر عبدالله نن رسماً د ولسمشرۍ انتخاباتو ته خپله کاندیداتورۍ اعلانوي

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 9 میزان 1392 ساعت 11:52


ټاکل شوې ده چې، د افغان حکومت د سیاسي مخالفې ډلې ملي ایتلاف مشر ډاکتر عبد الله عبد الله نن رسماً د ولسمشرۍ راتلونکو انتخاباتو ته خپله کاندیداتوري اعلان کړي.
په همدې حال کې د حزب اسلامي مسوولین وايي چې؛ له جمعیت اسلامي سره د راتلونکو انتخاباتو په اړه موافقې ته رسیدلي چې؛ له مخې به یې د جمهوري ریاست په راتلونکو انتخاباتو کې د ډاکتر عبدالله عبدالله لومړی مرستیال د دې ګوند مرستیال انجنیر محمد خان وي.
محمد خان تیر ماښام ازادۍ راډیو ته وویل چې؛ نن غرمه مهال به د دوی ټیم د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته مراجعه وکړي او ډاکتر عبدالله عبدالله او مرستیالان به یې رسماً د کاندیدانو په توګه ځانونه ثبت کړي.


د مطلب کود: 75831

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/75831/ډاکټر-عبدالله-نن-رسما-د-ولسمشرۍ-انتخاباتو-ته-خپله-کاندیداتورۍ-اعلانوي

آوا
  https://www.avapress.com