دخپریدو نیټه :سه شنبه ۹ میزان ۱۳۹۲ ساعت ۱۱:۵۲
د مطلب کود : 75831
ډاکټر عبدالله نن رسماً د ولسمشرۍ انتخاباتو ته خپله کاندیداتورۍ اعلانوي

ټاکل شوې ده چې، د افغان حکومت د سیاسي مخالفې ډلې ملي ایتلاف مشر ډاکتر عبد الله عبد الله نن رسماً د ولسمشرۍ راتلونکو انتخاباتو ته خپله کاندیداتوري اعلان کړي.
په همدې حال کې د حزب اسلامي مسوولین وايي چې؛ له جمعیت اسلامي سره د راتلونکو انتخاباتو په اړه موافقې ته رسیدلي چې؛ له مخې به یې د جمهوري ریاست په راتلونکو انتخاباتو کې د ډاکتر عبدالله عبدالله لومړی مرستیال د دې ګوند مرستیال انجنیر محمد خان وي.
محمد خان تیر ماښام ازادۍ راډیو ته وویل چې؛ نن غرمه مهال به د دوی ټیم د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته مراجعه وکړي او ډاکتر عبدالله عبدالله او مرستیالان به یې رسماً د کاندیدانو په توګه ځانونه ثبت کړي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcb8wbz.rhbsfp3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته