کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د وینز ویلا ولسمشر دامریکا دډيپلوماټانو د ایستلو حکم ورکړ .

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 9 میزان 1392 ساعت 13:15


 د وینزویلا ولسمشر نیکولس مادورو په دغه هیواد کښې دامریکا د یوه لوړرتبه ډیپلوماټ او دسفارت ددوو نورو مسولانو دایستلو خبر ورکړ او تورې یې ولګاوه چې هغوې د وینزویلا داقتصاد دتباه کولو لپاره دحکومت له مخالفانو سره دسیسه کوي .
د وینزویلا ولسمشر مادورو دامریکا شارډز افیرز کیلي کیډرلینګ او دوو نورو امریکايي مسولانو الیزبیت هنډرلینډ او ډیویډ موټ ته اته څلویښت (۴۸)ساعته وخت ورکړ چې له دغه هیواد څخه ووځي .
دوینزویلا ولسمشر مادورو خلکو ته په وینا کښې ما خارجه وزیر الیاس جااو ا ته ویلی دي چې دامریکا درې (۳) مسولان له هیواد څخه وشړي .
دامریکا دسفارت یوه(۱) مسول وویل دوه (۲) نور ډیپلوماټان دسفارت په سیاسي برخې کښې کار کوي .


د مطلب کود: 75846

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/75846/د-وینز-ویلا-ولسمشر-دامریکا-دډيپلوماټانو-ایستلو-حکم-ورکړ

آوا
  https://www.avapress.com