دخپریدو نیټه :سه شنبه ۹ میزان ۱۳۹۲ ساعت ۱۳:۱۵
د مطلب کود : 75846
د وینز ویلا ولسمشر دامریکا دډيپلوماټانو د ایستلو حکم ورکړ .

 د وینزویلا ولسمشر نیکولس مادورو په دغه هیواد کښې دامریکا د یوه لوړرتبه ډیپلوماټ او دسفارت ددوو نورو مسولانو دایستلو خبر ورکړ او تورې یې ولګاوه چې هغوې د وینزویلا داقتصاد دتباه کولو لپاره دحکومت له مخالفانو سره دسیسه کوي .
د وینزویلا ولسمشر مادورو دامریکا شارډز افیرز کیلي کیډرلینګ او دوو نورو امریکايي مسولانو الیزبیت هنډرلینډ او ډیویډ موټ ته اته څلویښت (۴۸)ساعته وخت ورکړ چې له دغه هیواد څخه ووځي .
دوینزویلا ولسمشر مادورو خلکو ته په وینا کښې ما خارجه وزیر الیاس جااو ا ته ویلی دي چې دامریکا درې (۳) مسولان له هیواد څخه وشړي .
دامریکا دسفارت یوه(۱) مسول وویل دوه (۲) نور ډیپلوماټان دسفارت په سیاسي برخې کښې کار کوي .

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdch-6nq.23nmkdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته