کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کندهار ولایت کې دوه تنه ماین خښوونکي طالبان د ملي پولیسو له لورې ونیول شول.

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 10 میزان 1392 ساعت 12:28


د کندهار ولایت د ملي پولیسو منسوبانو له لورې دوه تنه د دولت هغه وسله وال مخالفین، وړاندې له دې چې د کندهار ولایت په پنجوايي ولسوالۍ کې د سړک په غاړه د ترهګریزو او ورانکاره کړنو په موخه ماینونه ښخ کړي ونیول شول.
نیول شوي دوه تنه مخالفین چې نورمحمد او سید محمد نومیږي تېره ورځ ماذدیګر ۴ بجې د کندهار ولایت په پنجوايي ولسوالۍ کې له اته کړیو د وسایطو ضد ماینونو، پنځه فیوزونو او پنځه بیطریو سره یو ځای نیول شوي دي.


د مطلب کود: 75936

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/75936/په-کندهار-ولایت-کې-دوه-تنه-ماین-خښوونکي-طالبان-د-ملي-پولیسو-له-لورې-ونیول-شول

آوا
  https://www.avapress.com