دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۰ میزان ۱۳۹۲ ساعت ۱۲:۲۸
د مطلب کود : 75936
په کندهار ولایت کې دوه تنه ماین خښوونکي طالبان د ملي پولیسو له لورې ونیول شول.

د کندهار ولایت د ملي پولیسو منسوبانو له لورې دوه تنه د دولت هغه وسله وال مخالفین، وړاندې له دې چې د کندهار ولایت په پنجوايي ولسوالۍ کې د سړک په غاړه د ترهګریزو او ورانکاره کړنو په موخه ماینونه ښخ کړي ونیول شول.
نیول شوي دوه تنه مخالفین چې نورمحمد او سید محمد نومیږي تېره ورځ ماذدیګر ۴ بجې د کندهار ولایت په پنجوايي ولسوالۍ کې له اته کړیو د وسایطو ضد ماینونو، پنځه فیوزونو او پنځه بیطریو سره یو ځای نیول شوي دي.

https://avapress.com/vdch-wnq.23nmxdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته