کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ایوب سالنګي وايي، د ښو انتخاباتو د ترسره کیدو لپاره بشپړ چمتووالی لري

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 10 میزان 1392 ساعت 19:08


د کورنیو چارو وزارت وایي چې؛ د ښو انتخاباتو د ترسره کیدو لپاره بشپړ چمتووالی لري.
دغه خبره د دې وزارت امنیتي مرستیال ایوب سالنګي بلخ ته پخپل سفر کې د شمالي ولایتونو د امنیتي وضعیت د معلومولو په ترڅ کې وکړه.
هغه وویل چې؛ په نهو شمال ختیځو ولایتونو کې امنیتي ستونزې نشته، خو په ختیځو ولایتونو کې له یو لړ امنیتي ستونزو سره مخامخ دي.
جنرال سالنګي وايي چې؛ دوی هڅه کوي د انتخاباتو د ښو ترسره کیدو په هدف خلکو ته د راې ورکونې زمینه مساعده کړي.
د افغانستان د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو انتخاباتو ته شاوخوا شپږ میاشتې پاتې دي.


د مطلب کود: 75984

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/75984/ایوب-سالنګي-وايي-د-ښو-انتخاباتو-ترسره-کیدو-لپاره-بشپړ-چمتووالی-لري

آوا
  https://www.avapress.com