کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د لومړي ځل لپاره افغان ملي پولیس د م.م سوله ساتي ځواک ته لېږل کیږي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 14 میزان 1392 ساعت 20:42


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې؛ د لومړي ځل لپاره به د دې هېواد یو شمېر ملي پولیس د ملګرو ملتونو سوله ساتي ځواک ته ولیږل شي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زي نن یوې خبری غونډي ته وویل چې؛ د ملي پولیسو د لیږلو مساله د افغانستان د ملي امنیت شورا له خوا هم تصویب شوې ده.
"دا د افغانستان په تاریخ لمړی وار دی چې؛ افغان دولت غواړي د ملګرو ملتونو سوله ساتي ځواک ته یو شمېر پولیس افسران لیږي؛ دغه پروسه اوس مهال پیل شوې او په دې اړه به افغان حکومت او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي خبرې وکړي."
د بهرنیو چارو وزارت وايي چې؛ په دې اړه وروستۍ پرېکړه د سولې نړېوال ماموریت له خوا نیول کیږي.
تر اوسه معلومه نه ده چې څومره شمېر افغان پولیس به د ملګرو ملتونو سوله ساتي ماموریت ته لیږل کیږي.


د مطلب کود: 76249

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/76249/د-لومړي-ځل-لپاره-افغان-ملي-پولیس-م-سوله-ساتي-ځواک-ته-لېږل-کیږي

آوا
  https://www.avapress.com