کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پوهنې وزارت په هېواد کې د سواد زده کړې د پروګرام درېمه دوره پیل کړه

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 30 میزان 1392 ساعت 19:24


د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، د جاپان په مالي مرسته په هېواد کې د سواد زده کړې د پروګرام درېیمه دوره پیل شوه.
دې دورې لپاره هم چاپان شل ملونه ډالره مرسته وکړه چې؛ سند یې نن په کابل کې لاسلیک شو.
د پوهنې وزیر ډاکتر فاروق وردک د دې تړون د لاسلیک پر وخت خبریالانو ته وویل چې؛ په دې دوره کې به ۴ لکه کسانو ته د لیک لوست زده کړي ورکول شي.
“دا پروګرام چي سر له ننه د درو کلونو لپاره پیلیږي، هدف یې په ۱۸ ولایتونو کې د څلورو لکو کسانو باسواده کول دي؛ دا پروګرام یوازې د سواد زده کړه نه دی؛ بلکې د حرفي زده کړه ده.”
د لیک لوست د زده کړې پروګرام لومړۍ دوره په ۲۰۰۸ م کال پیل شوې، چي جاپان ورسره تر دې مهاله ۵۰ میلیونه ډالره مرسته کړې ده او د چارواکو په وینا شپږو لکو کسانو ته تراوسه سواد ور زده شوی دی.


د مطلب کود: 77305

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/77305/د-پوهنې-وزارت-په-هېواد-کې-سواد-زده-کړې-پروګرام-درېمه-دوره-پیل-کړه

آوا
  https://www.avapress.com