دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۰ میزان ۱۳۹۲ ساعت ۱۹:۲۴
د مطلب کود : 77305
د پوهنې وزارت په هېواد کې د سواد زده کړې د پروګرام درېمه دوره پیل کړه

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، د جاپان په مالي مرسته په هېواد کې د سواد زده کړې د پروګرام درېیمه دوره پیل شوه.
دې دورې لپاره هم چاپان شل ملونه ډالره مرسته وکړه چې؛ سند یې نن په کابل کې لاسلیک شو.
د پوهنې وزیر ډاکتر فاروق وردک د دې تړون د لاسلیک پر وخت خبریالانو ته وویل چې؛ په دې دوره کې به ۴ لکه کسانو ته د لیک لوست زده کړي ورکول شي.
“دا پروګرام چي سر له ننه د درو کلونو لپاره پیلیږي، هدف یې په ۱۸ ولایتونو کې د څلورو لکو کسانو باسواده کول دي؛ دا پروګرام یوازې د سواد زده کړه نه دی؛ بلکې د حرفي زده کړه ده.”
د لیک لوست د زده کړې پروګرام لومړۍ دوره په ۲۰۰۸ م کال پیل شوې، چي جاپان ورسره تر دې مهاله ۵۰ میلیونه ډالره مرسته کړې ده او د چارواکو په وینا شپږو لکو کسانو ته تراوسه سواد ور زده شوی دی.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcjitea.uqeayz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته