کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان دفاع وزارت د یوه بریتانوي عسکر د محاکمه کولو هرکلی کړی

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 18 عقرب 1392 ساعت 15:13


د افغانستان د دفاع وزارت د هغه برتانوي سرتیري د محاکمه کولو هرکلی کړی، چي د یوه ناپيژندل شوي زخمي وسله وال په قتل مجرم پیژندل سوی دی.
دا اول ځل دی چې د بریتانیې یو عسکر د افغانستان په جګړه کې په داسې تور محاکمه او بیا مجرم ګڼل کیږي.
د افغانستان د دفاع وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې وویل چې؛ په مجرمینو د قانون تطبیق د خلکو د ډاډ سبب کیږي.
رویټرز خبري اژآنس وايي، دا پیښه په ۲۰۱۱ (میلادي) کال کې په هلمند کې شوې وه.
د دې عسکر هویت پټ ساتل شوی دی.
د بریتانیا یوې پوځې محکمې دوو نورو عسکرو ته چې په همدې پيښه کې په لاس درلودو تورن شوي وو؛ برآت ورکړی دی.


د مطلب کود: 78415

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/78415/د-افغانستان-دفاع-وزارت-یوه-بریتانوي-عسکر-محاکمه-کولو-هرکلی-کړی

آوا
  https://www.avapress.com