کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

حامد کرزی: لویه جرګه یواځې له امریکا سره د سند په هکله د سلا مشورو په هدف جوړیږي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 22 عقرب 1392 ساعت 18:00


ولسمشر حامد کرزی وایي چې؛ مشورتي لویه جرګه یواځې له امریکا سره د امنیتي او دفاعي سند په هکله د سلا مشورو په هدف جوړیږي.
د جمهوري ریاست مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې؛ ولسمشر کرزي د مشورتي لویې جرګې د جوړولو کمیسون له رییس او غړیو سره نن په ارګ کې وکتل او ټینګار یې وکړ چې؛ په دې جرګه کې باید د افغانستان د ټولو قومونو استازي ګډون ولري.
په اعلامیه کې ویل شوي چې ولسمشر دغه راز هیله څرګنده کړه چې راتلونکې مشورتي لویه جرګه به د افغانستان د ملي ګټو سره سمه پریکړه وکړي.
په دې غونډه کې د مشورتي لویې جرګې د جوړولو کمیسون مسوولینو هم ولسمشر ته د تیاریو په هکله ډاډ ورکړ.
ټاکل شوې ده له امریکا سره د امنیتي او دفاعي سند په هکله د مشورو په هدف مشورتي لویه جرګه د عقرب په دیرشمه نیټه په کابل کې جوړه شي.


د مطلب کود: 78808

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/78808/حامد-کرزی-لویه-جرګه-یواځې-له-امریکا-سره-د-سند-په-هکله-سلا-مشورو-هدف-جوړیږي

آوا
  https://www.avapress.com