دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۲ عقرب ۱۳۹۲ ساعت ۱۸:۰۰
د مطلب کود : 78808
حامد کرزی: لویه جرګه یواځې له امریکا سره د سند په هکله د سلا مشورو په هدف جوړیږي
ولسمشر حامد کرزی وایي چې؛ مشورتي لویه جرګه یواځې له امریکا سره د امنیتي او دفاعي سند په هکله د سلا مشورو په هدف جوړیږي.
د جمهوري ریاست مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې؛ ولسمشر کرزي د مشورتي لویې جرګې د جوړولو کمیسون له رییس او غړیو سره نن په ارګ کې وکتل او ټینګار یې وکړ چې؛ په دې جرګه کې باید د افغانستان د ټولو قومونو استازي ګډون ولري.
په اعلامیه کې ویل شوي چې ولسمشر دغه راز هیله څرګنده کړه چې راتلونکې مشورتي لویه جرګه به د افغانستان د ملي ګټو سره سمه پریکړه وکړي.
په دې غونډه کې د مشورتي لویې جرګې د جوړولو کمیسون مسوولینو هم ولسمشر ته د تیاریو په هکله ډاډ ورکړ.
ټاکل شوې ده له امریکا سره د امنیتي او دفاعي سند په هکله د مشورو په هدف مشورتي لویه جرګه د عقرب په دیرشمه نیټه په کابل کې جوړه شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcivvay.t1avu26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته