کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغاني او پاکستاني محصولاتو یو نندارتون په کابل کې پرانیستل کیږي

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 6 قوس 1392 ساعت 18:28


ټاکل شوې، چې د افغاني او پاکستاني محصولاتو یو نندارتون د پنجشنبې په ورځ په کابل کې پرانیستل شي. د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مسوولین وايي؛ چې د دې نندارتون د جوړولو هدف د دواړو هیوادونو د سوداګرو ترمنځ د اړیکو غښتلي کول دي. د دې خونې مرستیال خانجان الکوزي نن په کابل کې خبریالانو ته وویل؛ هیله لري، چي د افغاني او پاکستاني محصولاتو د نندارتون په پرانیستل کېدو سره به د افغان سوداګرو د ټرانزیټ ۶۰ فیصده ستونزي حل شي. په دغه نندارتون کې د دواړو هیوادونو کورني محصولات او تولیدات په ۴۵ غرفو کې د ۳ ورځو لپاره نندارې ته وړاندې کیږي.


د مطلب کود: 79897

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/79897/د-افغاني-او-پاکستاني-محصولاتو-یو-نندارتون-په-کابل-کې-پرانیستل-کیږي

آوا
  https://www.avapress.com