دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۶ قوس ۱۳۹۲ ساعت ۱۸:۲۸
د مطلب کود : 79897
د افغاني او پاکستاني محصولاتو یو نندارتون په کابل کې پرانیستل کیږي
ټاکل شوې، چې د افغاني او پاکستاني محصولاتو یو نندارتون د پنجشنبې په ورځ په کابل کې پرانیستل شي. د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مسوولین وايي؛ چې د دې نندارتون د جوړولو هدف د دواړو هیوادونو د سوداګرو ترمنځ د اړیکو غښتلي کول دي. د دې خونې مرستیال خانجان الکوزي نن په کابل کې خبریالانو ته وویل؛ هیله لري، چي د افغاني او پاکستاني محصولاتو د نندارتون په پرانیستل کېدو سره به د افغان سوداګرو د ټرانزیټ ۶۰ فیصده ستونزي حل شي. په دغه نندارتون کې د دواړو هیوادونو کورني محصولات او تولیدات په ۴۵ غرفو کې د ۳ ورځو لپاره نندارې ته وړاندې کیږي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdchq6nq.23nwwdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته